کارپوهان: وسله وال طالبان پر حکومت د فشار لپاره کابل ښار کې بریدونه او هدفي وژنې کوي

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ استن وايي، وسله وال طالبان دې تاوتریخوالی سمدستي کم کړي.

هغه په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې پرون جمعه وویل، افغانستان کې د امریکا پوځي ښکېلتیا د طالبانو د بریدونو په کموالي تړلې ده.

افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم ویلي، چې که د وسله والو طالبانو له لورې تاوتریخوالی کم نه شي؛ نو د سولې روان بهیر له ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر هم ویلي، چې تاوتریخوالی باید ژر تر ژره کم شي.

امریکا، ناټو او افغان دولت په داسې حال کې له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کوي، چې نن شنبه هم کابل ښار کې درې چاودنې شوي دي، چې یو شمېر کسان په کې شهیدان او ټپيان شوي دي.

تېره اونۍ هم کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې څو چاودنې وشوې، چې چارواکي، د پوهنتون استادان او مدني فعالان په کې شهیدان شوي وو.

د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د وسله والو طالبانو له لورې د هدفي وژنو او چاودنو یوازینی او لوی هدف په افغان دولت فشار زیاتول دي، چې د ولسونو او حکومت تر منځ واټن را منځته شي.

د چارو کارپوه او فعال محمد بشیر غفارزی وايي، د وسله والو طالبانو له لورې د چارواکو، ژورنالستانو، مدني فعالانو او د ټولنې بیلابیلو اقشارو باندې بریدونه د دې لپاره کیږي، چې لوستی قشر افغان حکومت خلاف شي.

د چارو کارپوه او سیاسي فعال محمد امین صافی وايي، طالبان د خپلو ګټو لپاره په ډیرې اسانۍ سره دیني عالمان، فعالان او عام خلک وژني تر څو د خبرو میز کې برتري حاصله کړي.

دی وايي، طالبان د خپلو ګټو لپاره امریکا سره جوړجاړی کولی شي؛ خو د افغان حکومت سره د خبرو میز ته په اسانۍ نه حاضریږي.

تر دې وړاندې د افغانستان ملي امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې کابل ښار کې د هدفي وژنو او چاودنو په تړاو نیول شوو کسانو اعتراف کړی، چې د وسله والو طالبانو له لورې یې کسان په نښه کول.

  • 02 كب 1399